د پاسپورټ لوی رییس پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب د سهیل ختیځ زون د پاسپورټ مدیریتونو د کارکوونکو د کار ارزونې او ستونزو ته د رسېدو په موخه لوګر ته سفر وکړ.

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۹:۵۲
sfsfsff

په یاد سفر کې ښاغلي حسیب د لوګر امنیه قومندان مولوي محمدالدین شاه مخبت سره د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د پاسپورټ ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو کارونه وارزول او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې له مراجعینو سره نیک چلند وکړي او خدمتونه دې په وخت ورته وړاندې کړي.

نوموړي په یاد مدیریت کې شته ستونزې واوريدلې او د ستونزو د حل په موخه یې د امکاناتو او تجهیزاتو برابرولو ژمنه وکړه.