د پاسوال محبوب امیري جنازه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
نن د پاسوال محبوب امیري د خاورو سپارلو په مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د یاد وزارت یو شمېر معینانو او رییسانو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د جنرال امیري مړینه د نوموړي کورنۍ او همکارانو ته تسلیت وویله او د دې جنرال له کارنامو یې په ښه یادونه وکړه.
ښاغلي اندرابي مرحوم جنرال امیري یو مسلکي او کارپوه افسر یاد کړ او ویې ویل، چې امیري د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې خپله دنده په پوره رښتینولۍ او وطن پالنې سرته رسولې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پاسوال محبوب امیري مړینه د کورنیو چارو وزارت کورنۍ ته یوه لویه ضایعه یاد کړه.
پاسوال محبوب امیري د نایب امیر محمد زوی دی چې په ۱۳۳۹ ه.ل کال کې زېږدېدلی و. امیري د لېسي له زده کړو وروسته خپلې لوړې زده کړې په حربي پوهنتون کې په کال ۱۳۶۰ ه.ل کې پای ته رسولې وې.
نوموړي د کورنی چارو وزارت په اډاڼه کې د چټک غبرګون د قومندان، د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان، د عامه امن او نظم د پنځمې لوا قومندان، د پکتیا د سپین غر د ۵۰۵ زون د مرستیال او په وروستیو کې یې د پېښو ضد او اطفايې رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.
جنرال امیري په اتم د لړم د چهارشنبې په ورځ د ۵۹ کالو په عمر ومړ.
انا الله و انا الیه راجعون