د ټاکنو له څار بنسټونو او مدني فعالانو سره کتنه

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۱ - ۱۵:۵
01

نن کورنيو چارو وزارت کې د ټاکنو له څار بنسټونو او مدني فعالانو سره د ولسمشرۍ ټاکنو د امنيتي پلان د شريکولو په هدف غونډه ترسره شوه.
د کورنيو چارو سرپرست وزير محمد مسعود اندرابي د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د ټاکنو امنيتي کميټه هڅه کوي څو د رڼو او ټولګډو ټاکنو د ترسراوي لپاره زمينه برابره کړي.
ښاغلي اندرابي د ټاکنو په پروسه کې د پوليسو له بېطرفۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې پوليس د ټاکنو په پروسه کې په بشپړه توګه بېطرفه دي او د تخطۍ په صورت کې به ځغلنده قانوني چلند ورسره کېږي.
د کورنيو چارو وزارت د اوپراسپون عمومي رييس هم خبريالانو ته د ټاکنو د امنيتي پلان له تطبيق، ولايتونو، ولسواليو او کليو ته د انتخاباتي موادو له لېږد، د ټاکنيزو سايټونو او ناظرينو د امنيت له ټينګښته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د ټاکنو د ترسراوي لپاره بشپړ تيارى لري او په دې برخه کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ ته مخه ورنه کړي.