د ټاپي پروژې اجراییه رییس او نورو مسوولینو د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او استخباراتو لوی ریاست له استازو سره د ټاپي پروژې د امنیت نیولو په موخه ګډه ناسته تر سره کړه.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۰:۰
سیس

په دغه ناسته کې چې د افغانستان لپاره د ازبکستان هیواد سفیر هوجا اویزیوف هم ګډون درلود د یادې پروژې د امنیت نیولو په موخه هر اړخیزې خبرې وشوې.
په سر کې راغلو مسوولینو جوړه شوې طرحه د یادو ادارو مسوولینو ته وسپارله او له دوی یې وغوښتل چې خپل هر اړخیر اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې لوی ریاست رییس مولوي حماس په خپلو خبرو کې، دوی ته ډاډ ورکړ چې ټاپي پروژه د افغان ولس لپاره یوه حیاتي پروژه ده او اسلامي امارت به په ټول توان د یادې پروژې امنیتي چارې په پوره ریښتنولۍ سره تر سره کړي.