د ولایتونو د امنیه قوماندانیو د تامیناتي مرستیالانو له پاره د ظرفیت لوړونې پینځه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۲۱:۴۴
8

په کورنیو چارو وزارت کې د ولایتونو د امنیه قوماندانیو د تامیناتي مرستیالاتو له پاره د ظرفیت لوړونې پینځه ورځنی سیمینار په مالي، لوژېستیک او تخنیکي برخو کې نن پای ته ورسېد.
د سیمینار په پای غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د پالیسي او ستراتېژي معین، د ښوونې او پرسونل معین او همدارنګه د یاد وزارت یو شمېر رییسانو هم ګډون درلود.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د یاد سیمینار په پای غونډه کې د ولایتونو د امنیه قوماندانیو د تامیناتي مرستیالانو ښوونه او روزنه وارزوه او ګډونوالو ته یې په ټینګار سره وویل، چې د دې سیمینار له پایلې په استفادې دې خپلې چارې لا منظمې او د اړونده ولایتونو تامیناتي ستونزې دې حل کړي.
ستر پاسوال عبدالصبور قانع د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ملي پولیسو تامیناتي او لوژېستیکي ستونزو ته رسېدنه اړینه یاده کړه او ویې ویل، چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه لومړیتوب د پولیسو د ستونزو پر وخت حل دی او په دې برخه کې به د منسوبینو د هر ډول روزنې زمینه برابره کړي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتېژي معین صدیق صدیقي هم د تامیناتي طرزالعملونو له مخې د دندې پر ترسراوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د کورنیو چارو وزارت د لارې نقشه روښانه ده او د ولایتونو تامیناتي مسوولین دې د همدې نقشې پر بنسټ خپلې چارې سمبال کړي.
په همدې حال کې؛ ګډونوالو د ولایتونو د تامیناتي مرستیالانو په استازولۍ هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لوري اړونده ستونزو ته د رسېدنې ژمنه وشوه.
یاد سیمینار د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لوري ځینو ګډونوالو ته د ستاینلیکونو په ورکړې پای ته ورسېد.