د وزیر محمد اکبر خان پر جامع جومات د برید په اړه د کورنیو چارو وزارت د غندنې اعلامیه

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۳ - ۱۵:۲۴
1

د وزیر محمد اکبر خان د جامع جومات په انګړ کې د ترهګرو ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو نن ماښام ۷:۲۵ دقیقې چاودنه وکړه، چې له امله یې د یاد جومات د خطیب او امام محمد ایاز نیازي په ګډون یو لمونځ کوونکی شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د دې پېښې له امله هېوادوالو ته د ژورې خواشینۍ مراتب وړاندې کوي او دا جنایت په کلکو ټکو غندي.
ترهګرو په وار – وار پر مذهبي ځایونو او جوماتونو بریدونه ترسره کړي، چې دا کړنې یې د انسانیت او اسلامیت له هېڅ ډول قوانینو سره یووالی نه لري.
د کورنیو چارو وزارت رهبري د وزیر محمد اکبر خان د جامع جومات د امام او خطیب شهید محمد ایاز نیازي کورنۍ ته هم د ډاډګیرنې ژور مراتب وړاندې کوي او د دې پېښې د کره څېړنې ډاډ ورکوي.