د وازېخوا ولسوالۍ کلابندي د ۲۱ ترهګرو طالبانو په مرګ ژوبلې سره پای ته ورسېده
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیکا ولایت په وازېخوا ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ ترهګر طالبان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.
یاده ولسوالۍ د لسګونه طالبانو د بریدونو تر محاصرې لاندې وه، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې یې محاصره ماته شوه او لسګونه طالبان په تېښته شول.