د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هېواد په شپږو ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې درې تنه، بلخ کې دوه تنه، هرات کې درې تنه، ننګرهار کې دوه تنه، بادغیس کې یو کس او همدارنګه تخار کې هم یو کس نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه هیرویین، تریاک، ښيښه، چرس او نشه کوونکي تابلېتونه ترلاسه شوي دي.