د هېواد په ۵ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۳ تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۱۹
sadfasdf

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په خوست، فراه، سرپل، نیمروز او سمنګان ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو پر مهال د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۳ تنه نیولي دي.

له ډلې یې، ۳ تنه په خوست ولایت کې د شنو ونو د وهلو او بې‌ځایه ډزو، ۲ تنه په فراه ولایت کې د دوو موټرسایکلونو د غلا، ۲ تنه په سرپل ولایت او یو تن په نیمروز ولایت کې د غلا، او ۳ تنه نور په سمنګان ولایت کې له یوه استوګنیز کور  څخه د غلا په تړاو نیول شوي دي.

د سمنګان ولایت له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، ۲۵۷ فیره مرمۍ، یو کمپیوټر، یو هارډډیسک او یو شمېر نور توکي هم ترلاسه شوي دي.