د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې لسګونه کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو ونیول شول
۳۸ تنه په پکتیا، لغمان، پروان، کاپیسا، کندوز، بامیان، بلخ، بدخشان، زابل او کونړ ولایتونو کې د پولیسو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور کیلوګرامه تریاک، زر نشهيي ګولۍ او یو اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.