د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۲:۲۵
8

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د بغلان، هرات، تخار او میدان وردګو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې پنځه قاچاقبران له ۱۱ کیلوګرامه چرسو او هیرویینو سره، د هرات ښار په پنځمه او شپږمه ناحیو کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي او همدارنګه په تخار کې هم د نشه يي توکو یو پلورونکی له یو اندازه چرسو، ښيښه او هیرویینو سره یو ځای نیول شوي دي.
همداراز؛ یادو ځواکونو د میدان وردګ ولایت په میدان ښار کې هم د نشه يي توکو یو لوی قاچاقبر نیولی دی.
نیول شوی کس د نشه يي توکو له لویو قاچاقبرانو څخه دی او د پولیسو د کشفي راپورونو له مخې دې کس تر دې دمخه د څه باندې ۵۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود.