د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هرات، کندوز، نیمروز او ننګرهار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د قتل، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د هرات ښار د اتمې او نهمې ناحیو او همدارنګه ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې شپږ تنه د وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې یو کس د قتل، د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یو نامسووله وسله وال او په کندوز ولایت کې هم دوه تنه د قتل او د کېمیاوي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.