د هېواد په څلورو ولایتونو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۳:۴۶
5

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندهار، بلخ، پروان او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د پنځو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کندهار ولایت په دیارلسمه ناحیه او هوايي ډګر کې دوه تنه د اوه کیلوګرامه ښيښه او هیرویینو د قاچاق؛ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې د تریاکو ښيښه، الکولي څښاکو او نشه کوونکو تابلېتونو یو پلورونکی؛ د هرات ښار په دویمه ناحیه کې یو کس د نشه يي توکو د پلور او همدارنګه د پروان ولایت په چاریکار ښار کې هم یو کس د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.