د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۲:۵۳
6

د بدخشان، بادغیس، تخار، پروان او ننګرهار ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د بدخشان ولایت د مرکز په "پل‌بېګم" سیمه او همدارنګه په ارګو او بهارک ولسوالیو کې پینځه تنه د ۱۳ کیلوګرامه "تریاکو، چرسو او هیرویینو" د قاچاق، د بادغیس ولایت د مرکز په قلعه نو ښار کې یو کس د تریاکو د قاچاق، د تخار ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق، د پروان ولایت په سالنګ او بګرام ولسوالیو کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور او همداراز د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې هم یو کس د ۱۵ کیلوګرامه امفتامینو "ښيښه" د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.