د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۱۱:۳۷
ع

د کابل، ننګرهار، زابل، نورستان او جوزجان ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
له دې منځه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یو کړۍ ماین، د ننګرهار ولایت د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې څلور کړۍ ماینونه، زابل ولایت کې یو کړۍ ماین، نورستان کې هم یو کړۍ ماین او همدارنګه د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې پنځه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.