د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، غزني، بلخ، سمنګان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په کابل کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق او یو کس د نشه يي توکو د پلور په تړاو له یوې قبضې تومانچې سره، د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو ډلې یو مهم غړی له ۱۳ کیلوګرامه امفتامینو او پنځه کیلوګرامه هیرویینو سره، د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې یو کس د الکولي څښاکو د قاچاق، غزني کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او همداراز په بلخ کې هم د نشه يي توکو دوه پلورونکي نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.