د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۶ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
خبر

د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۶ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
سه شنبه ۲۶ کب ۱۳۹۹
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د بلخ، ننګرهار، پروان، سمنګان، کابل او بدخشان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ بدخشان ولایت کې پنځه پلورونکي، ننګرهار ولایت کې درې قاچاقبران، کابل ولایت کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق، بلخ ولایت کې هم د نشه يي توکو دوه پلورونکي، پروان ولایت کې یو کس او همدارنګه سمنګان کې هم یو کس نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه ۶۴۵ قرصه "کا" نشه کوونکي تابلېتونه، یو اندازه الکولي څښاک او ۱۷ پوړۍ هیرویین هم ترلاسه شوي دي.