د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، تخار، کندوز، هرات، سمنګان او کندهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې څلور تنه، تخار ولایت کې درې تنه، کندوز کې درې تنه، هرات کې هم درې تنه، سمنګان کې یو کس او همدارنګه کندهار کې یو کس د اوه کیلوګرامه هیرویینو، لس کیلوګرامه چرسو او یو اندازه ښيښه، تریاکو، کا نشه کوونکو تابلېتونو او الکولي څښاکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.