د هېواد په شپږو ولایتونو کې له لسو خونړیو پېښو مخنیوی شوی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۴:۳۱
1

تېره ورځ د ملي پولیسو منسوبینو د هرات، لوګر، زابل، ننګرهار، غور او فراه ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو د لسو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د هرات ولایت په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین له یوه اندازه چاودېدونکو توکو، د لوګر ولایت په مرکز کې درې کړۍ ماینونه، د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین، د ننګرهار ولایت د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین، د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې درې کړۍ ماینونه او د فراه ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین د ترورېستي بریدونو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.