د هېواد په دوو ولایتونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۱۴:۴۴
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر له منسوبینو سره د همکارۍ په ترڅ کې دوه قاچاقبران له دوه کیلوګرامه کرستال سره یو ځای نیولي دي.
یادو کسانو غوښتل ضبط شوي کرستال بهر ته قاچاق کړي، چې د پولیسو لخوا پر وخت نیول شوي دي.
په همدې حال کې؛ دې ځواکونو د کندوز ولایت د علي‌اباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له درې کیلوګرامه هیرویینو سره نیولي دي.