د هېواد په دوو ولایتونو کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی شوی

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په احمدزي کلي کې ځینې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو د اتو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې؛ پولیسو د سرپل – جوزجان پر لویه لار د ترهګرو طالبانو درې کړۍ خښ کړل شوي ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.