د هېواد په دوو ولایتونو کې شپږ تنه د ۵۱ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
![7](/sites/default/files/2020-09/120365905_1817432115061344_4637742178034141577_o_0.jpg)
د پروان ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د سالنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو پنځه قاچاقبران د ۴۱ کیلوګرامه تریاکو او چرسو د قاچاق پر مهال نیولي دي.
بلخوا؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د پنجشېر ولایت په مرکز بازارک کې هم د نشه يي توکو یو قاچاقبر له ۱۰ کیلوګرامه چرسو او یو عراده موټر سره یو ځای نیولی دی.