د هېواد په دوو ولایتونو کې درې تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۱:۵۴
6


د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د غني خېل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د ۱۶ کیلوګرامه "تریاکو او هیرویینو" د قاچاق په تور نیولي دي.
بلخوا د خوست ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د علي شېرو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د نشه يي توکو یو پلورونکی نیولی دی.
په همدې حال کې زرنج ښار ته د "ترامادول تابلېتو" د څه باندې درې زره قوطیو له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی.