د هېواد په دوه ولایتونو کې له درېیو چاودنو مخنیوی شوی او په کاپیسا کې د ترهګرو د جنګي مهماتو یو موټر کشف او ترلاسه شوی
![5](/sites/default/files/2020-10/121337707_1829874340483788_3611618622960131038_o_5.jpg)
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د مرکز په اړوند شپږمه ناحیه کې دوه کړۍ بشکه يي ماینونه چې د ترهګرو لخوا د ملکي خلکو د نښه کولو په موخه ځای پر ځای شوي وو، کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې؛ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې هم له چاودېدونکو توکو ډکه ۲۰ لیتره بشکه کشف او شنډ شوې ده.
بلخوا؛ د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو یو عراده فلانکوچ ډوله موټر چې چاودېدونکي توکي، جنګي مهمات، لاسي بمونه او بم غورځوونکي پکې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړی دی.