د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۹ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې څلور تنه د وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
په همدې حال کې په پنجشېر کې دری تنه د قتل او همدارنګه د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ په نهمې امنیتي حوزې کې هم دوه تنه د وسله والو غلاو او قتل په تړاو نیول شوي دي.