د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۶ تنه د ترورېستي فعالیتونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۶:۳۴
1

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل، کندهار او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د ترورېستي فعالیتونو په تړاو نیولي دي. 
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل په موسهي ولسوالۍ کې دوه تنه او قره باغ کې یو کس، د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کې یو کس او همدارنګه د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې هم دوه تنه نیول شوي دي. 
له نیول شویو کسانو څخه څو کړۍ ماینونه هم ترلاسه شوي دي.