د هېواد په درېیو ولایتونو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۱:۲۵
5

د ننګرهار، کونړ او کندهار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې یو کس د ۱۱ کیلوګرامه چرسو د قاچاق، د کونړ ولایت په مرکز او د کندهار ښار په اړوند سیمو کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شويو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.