د هېواد په درېیو ولایتونو کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او د پروسس یوه فابریکه کشف او ضبط شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
شسیبسشب

​د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په جلا جلا اقداماتو کې، په لغمان ولایت کې ۵۶ کیلوګرامه چرس او په نیمروز ولایت کې ۱۳ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.
​بل خوا، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پروسس او تولید یوه فابریکه، چې ورسره ۱۰۰۰ لېتره مایع او تر ۶۰۰ کیلوګرامه ډېر هغه جامد توکي چې د نشه يي توکو په تولید کې ترې ګټه اخیستل کېده، هم کشف او ضبط شوې ده.