د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۹ ترهګرو د وژل کېدو سربېره ۷۶ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي

د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ ضد ۵۶ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۹ ترهګر وژل شوي، ۱۰ یې ژوبل او ۳۱ تورن نیول شوي دي.
همداراز د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو ۷۶ کړي ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
پدې عملیاتو کې د ترهګرو ۱۶ میله وسلې، ۷ ډزه د درنو وسلو ګولۍ، ۴ بستې مهمات، ۴ پایې مخابرې او یو عراده موټر ترلاسه شوي دي.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې بشپړې همغږۍ له مخې د ترهګرو او ترهګرۍ پر وړاندې عملیات کوي او د ترهګرو او ترهګرۍ په محوه کولو کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.