د هلمند د ناوې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د غلچکي بریدونو مسوول ونیول شو
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په "تریخ ناور" کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د غلچکي بریدونو مسوول "حاجي رییس" نومی نیولی دی.
حاجي رییس په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونو او همداراز د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهي کې فعال نقش درلود.