د هرات پولیسو په لسګونه میله وسلې او نظامي توکي کشف او تر لاسه کړي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
sdfgsdf

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په اړونده سیمو کې د تېرو ۶ میاشتو په لړ کې، ۱۴ میله کلاشینکوفونه، ۶۴ میله ډول ډول تفنګچې، ۸ میله چره یي ښکاري ټوپک، ۳ میله بالازن، ۱ میل پیکا، ۱ میل پاپشه، ۸۱ حلقې لاسي بمونه، ۲۸۰۰ فیره د پیکا ګولۍ او ۲۰۰ فیره د بالازن مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.
دغه راز، یو قاب لاسي دوربین، ۱۲ دانې لاسي مخابرې، یوه حلقه د ټانک ضد مین، ۲ حلقې نارنجک، ۹ دانې د راکټ سرګلولې، ۷ دانې د بالازن ولسې شاجورونه، ۶ دانې د پلټنې الې، ۱۶ دانې پولیسي ډنډې او نور نظامي توکي د عملیاتو په پایله کې تر لاسه شوي چې، د ډایاک دفتر ته تلسیم شوي دي.
د یادو وسلو او نظامي توکو په اړه ډیر کسان نیول شوي چې دوسیې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.