د هرات پولیسو اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د هرات ښار او ولسوالیو په اړوند سیمو کې اوه تنه د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د لېږدوونکو وسایطو د غلا، شکونې او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او ساتنې په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یوه قبضه تفنګچه، یو صوب پرتله، د کلاشینکوف وسلې څلور عدده شاجورونه، دوه عرادې غلا شوي موټر او یو عراده غلا شوی موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.