د هرات ولایت د شرطې ځواکونو له روزنیز مرکز څخه ۴۷۷ تنه فارغ شول
د لوېدیځ زون د ولایتونو د قطعاتو او جزوتامونو ۴۷۷ تنه مجاهدین، چې تر دې وړاندې یې بنسټیزې مسلکي زدهکړې نه وې ترلاسه کړې، په هرات ولایت کې د شرطې ځواکونو له روزنیز مرکز څخه د لومړنیو مسلکي زدهکړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د یادو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د یاد مرکز تدریسي مرستیال مولوي ذبیحالله مجاهد، اداري مرستیال حافظ مولوي رفیعالله ضرار، د مرکز یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې ویناوالو د مسلکي زدهکړو پر اهمیت، د نظم او انضباط پر پیاوړتیا، د مسؤلیتونو د لا ښه ترسره کولو او خلکو ته د صادقانه خدمت پر اړتیا ټینګار وکړ.