د هرات-اسلام قلعې لویې لارې د ناامنولو مخه ونیول شوه.

rahimzai_moi
جمعه ۱۳۹۸/۲/۲۷ - ۱۳:۲۶

نن سهار د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ عملیاتي قطعې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
ترهګر طالبان د هرات-اسلام قلعې د لویې لارې د ناامنولو لپاره د کهسان-غوریان ولسوالیو ترمنځ د دشت چهار سو مرز سیمې ته راغلي وو، چې د ملي پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شول.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبان ترمنځ نښته کې یو ترهګر طالب وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
یاد ترهګر طالبان د ملاحیدر ډلې پورې تړاو لري؛ چې د نښتې پرمهال یو شمېر وسلې، تجهیزات او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلی دی.