د نږدې ۳۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بېلابېلو کشفي اقداماتو په ترڅ کې، شپږ تنه په تخار ولایت کې د ۱۹۷ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو، درې تنه د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۴۹ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو او دوه تنه د نیمروز مرکز زرنج ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ۴۹ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو ۲ تنه نیولي دي.
همداراز، د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د شرطې منسوبینو یو تن د۷۰۰ دانو نشهيي ګولیو د پلورلو په تړاو نیولی دی.