د نهر شاهي ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د عامه امن پولیسو نن سهار شاوخوا څلور بجې د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په افغانیه ښارګوټي کې یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د نهرشاهي ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال "علي ګل" وژلی او یو بل همکار یې ټپي کړی دی.
علي ګل د ترهګرو طالبانو کلیدي غړی و، چې په بېلابېلو ترهګریزو پېښو او د ماینونو په ځای پر ځای کولو کې يې لاس درلود.
تېره ورځ د نهرشاهي ولسوالۍ اړوند د سړک غاړې یو کړۍ ځای پر ځای شوی ماین هم د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شو.