د نظامي زدهکړو د ماسټر پوهنمل ملپاسوال عبدالمنان همدل د مړینې په تړاو د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د ډاډګیرنې او خواخوږۍ پیغام

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد یوه پیاوړي نظامي ملپاسوال عبدالمنان همدل له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
إِنَّا للّه وإِنّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ.
خدای بښلي ملپاسوال عبدالمنان همدل د ژوند په لوړو ژورو کې له تخصصي نظامي زدهکړو وروسته په مهمو نظامي بستونو کې دندې ترسره کړې او د نظام او خپلو خلکو لپاره یې په پوره ژمنتیا او رښتینولۍ خدمت کړی دی. خدای بښلي د هېواد د خپلواکۍ له ارزښتونو، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په لار کې له هېڅ ډول هڅو ډډه نهده کړې.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه او منسوبین د خدای بښلي ملپاسوال عبدالمنان همدل کورنۍ او ملګرو ته د ډاډګیرنۍ او خواخوږۍ ژور مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی له درباره خدای بښلي ته د فردوس جنت غوښتنه کوي.