د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین  د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني مرستیال سره وکتل.

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۱۹
sfsfsfsf

ه سرکې دنشه یي توکو پروړاندې مبارزې  معین له راغلي استازي سره د نشه توکو پروړاندې د مبارزې معینیت د کړنو، فعالیتونو، لاسته راوړنو او په هیواد کې د کوکنارو کښت، قاچاق، پیر، پلور د مخنیوي او روږدو کسانو راټولولو، حمایې، تداوی او دوی ته د حرفوي زده کړو په اړوند معلومات شریک کړل.
دغه راز محترم معین صاحب له راغلي استازي څخه په هیواد کې د کروندګرو لپاره د بدیل معشیت او روږدو کسانو لپاره حمایې او تداوی په برخه کې د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته  ښاغلي پینو ارلاچی د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د کروندګرو لپاره د بدیل معشیت په وړاندې کولو ،معتادینو د تداوی او حمایوي مراکزو لپاره د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.