د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په کندهار کې د روږدو کسانو د درملنې له مرکزڅخه لیدنه وکړه

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۴
zcZcZ

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په دغه ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې له مرکز لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت مل پلاوي او په کندهار ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حافظ عصمت الله هم شتون درلود.
ښاغلي منیر د مرکز له مسؤولینو، منسوبینو او یو شمېر هغو روږدو کسانو سره چې تر درملنې لاندې دي وکتل او د دغه مرکز اړوند فعالیتونه او چارې یې له نږدې وارزولې.
نوموړي د مرکز مسؤولینو او منسوبینو ته د چارو د لا ښه والي، د خدماتو د کیفیت د لوړولو او د روږدو کسانو د درملنې او ښه کېدو د بهیر د ښه کولو په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.