د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د اداري پلاوي غونډه ترسره شوه
پنجشنبه 13 جوزا 1401
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې دمعینیت محترم معین صاحب په مشرۍ د اداري پلاوي غونډه ترسره کړه.
غونډه د قران کریم دڅو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسی د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې محترم معین صاحب الحاج ملا عبدالحق آخند (همکار) د رئیس صاحبانو او مسؤلینو سره د اونیزو ناستو، د همغږۍ، ګمارنې، سیمینارونو، ولایاتو ته د سفرونو، دکابل هوایي ډګر د ستونزو، په ولایاتو کې د (NIO) د قطعې فعالولو، د انکشافي او خداماتی بودجې، دکابل د دروازو موضوعاتو او مشکلاتو باندی مجلس ترسره شو وروسته د ستونزو د حل او کارونو د لا ښه والي په موخه د محترم معین صاحب لخوا مسؤلینو ته لازمې لارښونې ترسره شوی.
په پای کې غونډه په دعایه ویلو سره پای ته ورسیده.