د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معین بیوګرافي

hashim ortaq


د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق د ۱۹۵۵یم کال په سپټمبر میاشت کې په فاریاب ولایت کې زېږېدلی. اورتاق د کابل پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځۍ له برېښنا څانګې څخه فارغ شوی دی. نوموړي له ۱۹۸۲ تر ۱۹۹۸یم کلونو پورې په فراه، غزني، کابل، بلخ او فاریاب ولایتونو کې د ملي امنیت د رییس په توګه دندې ترسره کړې. همدارنګه د ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۲ کلونو په منځ کې بیا د امنیتي او سیاسي وضعیت د ترینګل کېدو له امله ترکمنستان هېواد ته مهاجر شوی دی.
د ۲۰۰۳یم کلونو په لړ کې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته ښاغلی اورتاق د فاریاب ولایت د ملي امنیت د رییس په توګه او له دې وروسته بیا تر ۲۰۰۹ کاله پورې په مشرانو جرګه کې د فاریاب ولایت د سناتور په توګه دندې ترسره کړې دي.
محمد هاشم اورتاق د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۸ کلونو پورې په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت د خلکو استازولي هم کړې ده او له هغې وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معین په توګه ګومارل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق په کابل ښار کې له یوې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره ژوند کوي.