د نشه يي توکو د غوښتنې کمولو )کاهش تقاضا( ریاست پېژندنه
د نشه يي توکو د غوښتنې کمولو ریاست د نشه یي توکو پر وړاې د مبارزې معینیت یو له تخنیکي او کلیدي ریاستونو څخه دی، چې په ۱۳۸۵ هـ.ش کال کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوی دی. هغه کارکوونکي چې په دې ریاست کې دنده پر مخ وړي مسلکي کسان دي چې اکرثو يې د نشه يي توکو له اعتیاده د وقایې او درملنې نړیوالو معیارونو په برخه کې روزنې تر السه کړي او په دې برخه کې د څو کلونو کاري سابقه لري. د نشه يي توکو د غوښتنې کمولو ریاست لیدلوری له نشه يي توکو څخه د پاکې ټولنې پر لور پرمختګ. د نشه يي توکو د غوښتنې کمولو ریاست ماموریت د نشه يي توکو له ناوړه استعامل او اعتیاد څخه مخنیوی، د کاهش تقاضا د خدمتونو وړاندې کولو له الرې د ميل او نړیوالو قوانینو، مقرراتو او معیارونو په نظر کې نیولو رسه د معتادینو او د هغوی د کورنیو لپاره د معالجوي او بعدي مراقبتونو د خدماتو پیاوړتیا او پراخول. د نشه يي توکو د غوښتنې کمولو ریاست موخې • په هیواد کې د معتادینو د مالتړ او درملنې مرکزونو د رامنځته کولو له الرې د نشه یي توکو د مرصف کوونکو د شمېر کمول. • د نشه يي توکو د ارضارو او د هغو د منفي پایلو په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړول. • د معتادینو لپاره د باکیفیته وقایوي او تداوي خدماتو وړاندې کول. • په ټولنه کې د روغو شویو معتادینو بیا ادغام. • د تداوي خدمتونو ته د معتادینو او د هغوی د کورنیو د الرسيس کچې لوړول. • له اعتیاد څخه د رامنځته شویو روغتیایي، ټولنیزو او اقتصادي ناوړه پایلو کمول. • د اړوند الرښودونو او کړنالرو )طرزالعملونو( جوړول او ترتیب. • د نشه يي توکو د کاهش تقاضا په برخه کې له اړوند وزارتونو رسه همغږي. • له ميل او نړیوالو رشیکانو رسه د نشه یي توکو د کاهش تقاضا برنامو د بودجې د تآمین په موخه داد خواهی )حق غوښتنه(. • د معتادینو له حامیوي او تداوي مرکزونو څخه نظارت او ارزونه. • ذیصالح مقاماتو ته د فعالیتونو او السته راوړنو راپور ورکول. • د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره د ورکشاپونو د تدویر په موخه له ميل او نړیوالو مؤسساتو رسه همغږي. • د هیواد په کچه د معتادینو د حاميوي او تداوي مرکزونو اکامل. په هېواد کې د اعتیاد ستونزه په ۲۰۱۵ م کال کې له نشه يي توکو څخه د استفادې وروستۍ ميل رسوې له مخې، د نشه یي توکو د استعامل مثبت نتیجه لرونکو کسانو شمېر له ۲.۹ څخه تر ۳.۶ میلیونه ) د هېواد ټول نفوس شاوخوا ٪۱۱.۱ ( اټکل شوی وو، چې له دې شمېرې ۱.۳ څخه تر ۱.۵ میلیونه نارینه، ۶۹۰۰۰۰ څخه تر ۸۵۰۰۰۰ پوې ښځې او همدارنګه له ۹۰۰۰۰ تر ۱۱۰۰۰۰ تنو پورې ماشومان اټکل شوي وو، وروستي شواهد ښیي چې د معتادینو شمېر د ۲۰۱۵ م کال له شمېرو څخه هم زیات شوی دی. په هېواد کې د معتادینو د حامیوي او تداوي مراکزو له جوړولو موخه • د بې رسپناه معتادینو د مړینې کمول . • د بیا اعتیاد کچې راکمول. • د ساري ناروغیو د خپریدو مخنیوی • د کوچنیو پلورونکو لخوا د نشه یي توکو د پیر او پلور مخنیوی • په ټولنه کې د جرم او جنایت کمول. • د معتادینو له ډلو رسه د ځوانانو او هلکانو د نږدیوايل مخنیوی. • د بې رس پناه معتادینو تداوی او په خپلو کورنیو کې یې دوباره ادغام. • په ټولنه کې د اعتیاد د اقتصادی، کلتوري، ټولنیزو، روغتیایي، رواين،اخالقي او امنیتی اغیزو مخنیوی. د معتادینو په حامیوي او تداوي مراکزو کې د خدماتو د وړاندې کولو څرنګوالی له پیژندل شويو سیمو څخه د اړوند کمیټو په واسطه د معتادینو تر راټولولو وروسته امید ۲۰۰۰ بسرتیز حامیوي مرکز ته لیږدول کیږي، په دې مرکز کې د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي ټیم په واسطه له ۱۵ تر ۳۰ ورځو پورې چې دا هم د فر په روغتیایي وضعیت پورې اړه لري د سم زدایی ) له نشه يي توکو د بدن پاکولو( مرحله تر رسه کیږي او همدارنګه د نورو نارغیو لپاره الزم روغتیایي خدمات ورته وړاندې کیږي. هغه شمېر معتادین چې د درملنې دغه دوره په امید مرکز کې تکمیل کړي تر ارزونې وروسته د آغوش ۵۰۰۰ بسرتیز مرکز ته انتقال کیږي ترڅو د بیا احیا مرحله رشوع يش، په دې مرحله کې د مشورې ورکولو، رواين تعلیم، دینی او عرصی زده کړې، رواين خدمات، او فنی زده کړې لکه خیاطی، بوټ دوزی، د وسایلوترمیم او داسې نورو خدماتو وړاندې کو ل شامل دي. د درملن ې موده په حامیوي مراکزو کې د درملنې لږ تر لږه موده ۳ میاشتې ده او هغه معتادین چې د درملنې مرحله بشپړه کړي او روغ يش د رخصت کیدو پروسه یې د مرخيص د طرزالعمل رسه سم صورت نیيس چې د رخصتي د اړتیا وړ اسنادو تر برابرولو وروسته د رخصتۍ کمېټې له لوري چې د اړوند ادارو له استازو جوړه ده، رخصت کیږي. د نشه يي توکو د غوښتنې کمولو ریاست عمده السته راوړنې الف. د معتادینو د مالتړ او درملنې مرکزونو رامنځته کول .1 د کابل والیت د آغوش ۵۰۰۰ بسرتیز مرکز. .2 د کابل والیت د اُمید ۲۰۰۰ بسرتیز مرکز. .3 د هرات والیت ۴۰۰۰ بسرتیز مرکز. .4 د کندهار والیت ۴۰۰۰ بسرتیز مرکز. .5 د بلخ والیت ۱۰۰۰ بسرتیز مرکز. .6 د نیمروز والیت ۱۰۰۰ بسرتیز مرکز. .7 د کندز والیت ۵۰۰ بسرتیز مرکز. .8 د غزنی والیت ۵۰۰ بسرتیز مرکز. .9 د فراه والیت ۵۰۰ بسرتیز مرکز. .10 د هلمند والیت ۵۰۰ بسرتیز مرکز. .11 د غور والیت ۵۰۰ بسرتیز مرکز. .12 د ارزګان والیت ۳۰۰ بسرتی مرکز. .13 د دایکندی والیت ۲۰۰ بسرتیز مرکز. ب. اسناد، الرښودونه او کړنالرې )طرز العملونه( • د معتادینو د مالتړ او درملنې مرکزونو د کارکوونکو د دندو د الیحو جوړول او ترتیب. • د پایوازانو او امنیتی پرسونل لپاره د اصول نامې جوړول او ترتیب. • د ناروغانو د ثبت فورمونو جوړول او اړوند مرکزونو ته یې لیږل. • د روغو شویو کسانو د رخصت کولو لپاره د کمېټې جوړول. • د معتادینو د رخصت کولو لپاره د اړتیا وړ اسنادو ترتیبول. • د روغو شویو کسانو د ثبت لپاره د مرکزي ډیټابیس جوړول • د خصوصی کمپونو د رامنځته کولو لپاره د معیارونو الرښود جوړول. • د امنیتی او خدماتی پرسونل د اصول نامې ترتیبول. • له عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او تخنیک ي زده کړو ادارې رسه د تفاهم لیک ترتیبول. • د معتادینو لپاره د فني او مسلکي خدماتو وړاندې کولو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رسه د تفاهم لیک ترتیبول. ج. ارقام او مهم فعالیتونه • له ټول هېواد څخه د ۳۶۷۵۴ تنو معتادینو راټولول. • ۱۴۰۴۴ تنه معتادین په حامیوي مراکزو کې تر درملنې الندې دي. • ۲۲۱۲۸ تنه روغ شوي معتادین خپلو کورنیو ته رخصت شوي دي. • ۱۲۱۳ تنه معتادین د نورو ناروغیو د درملنې په موخه عمومي روغتونونو ته راجع شوي دي. • ۳۶۴ تنه د خطرناکو ناروغیو له امله مړه شوي دي. • ۱۸۸۸۱ تنه معتادین له دیني زده کړو او پوهاوي څخه مستفید شوي دي. • ۱۸۲۹ تنه معتادین بیرته اعتیاد ته ګرځیديل دي. • ۵۸ تنه ښځې تداوي او مرخص شوي دي. • ۱۷۳ تنه تنکي ځوانان تداوي او خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي. • ۲۸۰۸ تنه روغ شوي معتادین د فني او حرفوي زده کړو له کورسونو څخه فارغ شوي دي. • ۲۰۰۰ تنه معتادین د HIV، تور او سپین ژیړي او سفلیس ساري ناروغیو لپاره معاینه شوي دي. • ۱۰۲۰ تنه معتادین د نشه يي توکو لپاره ادرار ټسټ شوي دي. د. همغږي، نظارت او همکاري • له ۶۳ د تداوي مرکزونو )دولتي، خوصويص او NGO ګانو( څخه د میاشتني راپور اخیستل. • د شاوخوا ۴۰ خصويص کمپونو ارزونه او د غربګون یا فیډبک وړاندې کول. • د همغږي ناستو تررسه کول له: ➢ مراکزو ته د درملو د مرستې لپاره د UNODC له استازي رسه. ➢ د البسې او غذایي مرستې لپاره د ترکیې رسې میاشتې له استازي رسه. ➢ د کاهش تقاضا برنامو تطبیق کوونکو خصويص مؤسساتو رسه. ➢ د طبی تجهیزاتو مرستې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان )WHO )استازي رسه. • له اړوند ادارو رسه د کاهش تقاضا ملی کاري ډلې منظمې ناستې تررسه کول. • د آغوش ۵۰۰۰ بسرتیز مرکز د چارو منظم مدیریت. • د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له نړیوالو نهادونو لکه UNODC او WHO رسه همکاري. د نشه يي توکو د غوښتنې کمولو ریاست کاري رشیکان الف. ميل کاري رشیکان • د عامې روغتیا وزارت • د کار او ټولنیزو چارو وزارت • د لوړو زده کړو وزارت • د اطالعاتو او کلتور وزارت • د ښوونې او روزنې وزارت • د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت • د مالیې وزارت • د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره • د کابل ښاروايل • افغاين رسه میاشت ب. نړیوال کاري رشیکان • د ملګرو ملتون سازمان د نشه يي توکو او جرایمو پر وړاندې د مبارزې دفرت )UNODC ) • د روغتیا نړیوال سازمان )WHO ) • د کوملبو پروګرام )Plan Colombo) د نشه يي توکو د غوښتنې کمولو ریاست راتلونکي پالنونه .1 په ننګرهار والیت کې د ۱۰۰۰ بسرتو په ظرفیت رسه د حامیوي او تداوي مرکز فعالول. .2 په بدخشان والیت کې د ۵۰۰ بسرتو په ظرفیت رسه د حامیوي او تداوي مرکز فعالول. .3 په بامیان والیت کې د ۲۰۰ بسرتو په ظرفیت رسه د حامیوي او تداوي مرکز فعالول. .4 د بودجې د تآمین لپاره د حق غوښتنې )دادخواهی( په موخه له ميل او نړیوالو نهادونو رسه د همغږۍ ناستو جوړول. .5 د حامیوي او تداوي مراکزو د فعالیتونو او د همکارۍ د ال ښه وايل په موخه له اړوند ادارو رسه د کاهش تقاضا ميل کاري ډلې ناستې جوړول.