د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له روزنیز مرکز څخه لسګونه تنه مجاهدین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت لسګونه تنو مجاهدینو او منسوبینو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوندو ځانګړو زدهکړو تر بشپړېدو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د فراغت غونډې ته د یاد معینیت ملکي مرستیال، الحاج مولوي عبدالرحمن قاسمي، د قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د نشهیي توکو پر حرمت خبرې وکړې او د دغې شومې پدیدې پر وړاندې مبارزه یې یوه شرعي او اسلامي دنده وبلله.