د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ محمد قاسم خالد په قطر هېواد کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي خالد د قطر هېواد سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل ، چې اوس مهال هېواد کې د نشهيي توکو کښت، پلور او قاچاق صفر ته راټیټ شوی دی او په بشپړ ډول د دې پديدې له منځه وړلو لپاره موږ ګړندۍ هلې ځلې پیل کړې دي.
په قطر هېواد کې د اسلامي امارت سفیر له نشهیي توکو سره قاطعانه مبارزه د ستاینې وړ وبلله او دا یې د اوسني اسلامي نظام له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلله.
ښاغلي شاهین وویل؛ اسلامي امارت ژمنه کړې وه، چې د نشهيي توکو کښت، پلور او قاچاق به د صفر تر کچې کموي او اوس مهال دا ژمنه پوره شوې ده او نړیوال باید را مخته شي د معتادینو علاج او بزګرانو د بدیل عاید په هکله مرسته وکړي.