د میر بچه کوټ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د جومات د جوړولو پروژه بشپړه شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۲۸
شسیبشسب

د کابل ولایت د میر بچه کوټ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ اړوند د جومات د جوړولو پروژه، د ۲ میلیونه، ۷۳۸ زره او ۸۸۸ افغانیو په لګښت، د اوو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې پروژې د بشپړېدو په مراسمو کې د تعمیراتو لوی ریاست مرستیال، د میر بچه کوټ ولسوالۍ ولسوال، د امنیې قوماندان، د استخباراتو مدیر او د دعوت او ارشاد مسوول ګډون کړی و.

ددې د جومات په جوړېدو سره د یادې امنیې قوماندانۍ منسوبینو ته د لمانځه او دیني مراسمو لپاره مناسب ځای برابر شوی دی.