د ملي پولیسو ۷۵ تنه منسوبین د "اړیکو او ټکنالوژۍ" زده کړو د ظرفیت جوړونې له یوې ښوونیزې دورې فارغ شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۶:۳۲
01

نن د ملي پولیسو ۷۵ تنه منسوبین د کابل پولیسو له ښوونیز مرکز او د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د مسلکي ښونو په برخه کې د "اړیکو او ټکنالوژۍ" مهارتونو له دوه میاشتنیو زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت چې پدې فراغتغونډه کې ګډون کړی و، ویې ویل چې د اړیکو او ټکنالوژۍ په برخه کې د ملي پولیسو ظرفیت لوړونه اړینه او موثره ده او ټینګار یې وکړ چې ارتباطات د امنیتي ځواکونو لپاره اساسي ټکی دی.

مل پاسوال خوشحال سعادت د ملي پولیسو ظرفیت جوړونه، د مسلکي پوهې لوړوالی او د تخنیکي مهارتونو کچې پورته تلل د کورنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري توانېدلې چې د لنډمهاله او اوږدمهاله ښوونیزو برنامو په پرانیستو سره د ملي پولیسو د منسوبینو ډېره برخه مسلکي او په معاصرې پوهه سمباله کړي.

ورپسې د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي رییس مل پاسوال احمد فرید همکار د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د رهبري له ملاتړه مننه وکړه.

یادو منسوبینو د کابل پولیسو په ښوونیز مرکز او د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په ښونې او روزنې برخه کې د کمپیوټر، مخابرې او امنیتي کمرو برخو کې زده کړې لیدلې او اوسمهال کولای شي د اړیکو ټینګولو په برخه کې مسلکي عمل وکړي.

د غونډې په پای کې فارغ شویو منسوبینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.