د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د سازمان یافته جرایمو یوه شبکه متلاشي کړه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۲:۵۵
6

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ترهګرو طالبانو ته تړلې د یوې سازمان یافته شبکې غړي وژلي دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د یادې شبکې مشر محمد وزیر له خپلو څلورو نورو همکارانو سره وژل شوی دی.
دې شبکې د وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او د وسایطو د غلا سربېره د ترورېستي پېښو په جوړونه او سازماندهي کې هم لاس درلود.
د یادونې ده چې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دې ډلې یو شمېر نظامي تجهیزات، جنګي تسلېحات، کلاشینکوفونه او لاسي بمونه هم کشف او ترلاسه کړي دی.