د ملي پولیسو منسوبینو د کوېډ-۱۹ ناروغانو ۲۰۰ بستریز  ځانګړی روغتون پرانیستل شو

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۴:۳۲
1

پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو په پار ۲۰۰ بستریز ځانګړی روغتون د کورنیو چارو د سرپرست او نوماند وزیر محمد مسعود اندرابي لخوا د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون ته څېرمه افتتاح او په فعالیت یې پيل وکړ.
دا روغتون د ۲۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول شوی او تجهیز شوی او د رغونې چارې یې په دوه میاشتو کې بشپړې شوې دي.
د کورنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد مسعود اندرابي د دې روغتون د پرانیستي پر مهال وویل، چې د ملي پولیسو د منسوبینو او کورنیو د درملنې لپاره د یاد روغتون رغونه اړینه اړتیا وه او ټينګار یې وکړ، چې د پولیسو هغه منسوبین او کورنۍ یې چې پر کورونا ناروغۍ اخته شوې وي، پدې روغتون کې به یې درملنه کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار، هلمند او پکتیا ولایتونو کې به هم په نږدې ورځو کې پر کورونا ناروغۍ د اخته پولیسو منسوبینو لپاره په روغتیايي تجهیزاتو سمبال شوي پنځوس بستریز روغتونونه فعالیت پيل کړي.