د ملي پولیسو د شهیدانو او ټپیانو ۷۶ کورنیو ته غنم ووېشل شول.

نن له غرمې مخکې د غزني ولایت امنیه قومندانۍ د ملي پولیسو د شهیدانو ۵۳ کورنیو او د ټپيانو ۲۳ کورنیو ته غنم ووېشل.
د غزني ولایت امنیه قومندان وویل، چې دا اقدام یې د ملي پولیسو د شهیدانو سرښندنې ته د درناوي په موخه ترسره کړی او په راتلوونکي کې به هم دوام ولري.