د ملي پولیسو اکاډمۍ عمومي قومنداني ر سماً د شهید ستر پاسوال عبدالرازق په نامه ونومول شوه.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۵:۲۱
ل

د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز له مخې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د منظورۍ پر بنسټ، نن د ملي پولیسو د اکاډمۍ عمومي قومنداني د کورنیو چارو د سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي لخوا رسماً د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د "شهید ستر پاسوال عبدالرازق" په نامه ونومول شوه.
دا مراسم چې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق اکاډمۍ په عمومي قومندانۍ کې جوړ شوي وو؛ د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه سربېره یو شمېر معینانو، رییسانو، جنرالانو او په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو هم پکې ګډون کړی و.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر لوی پاسوال محمد مسعود اندرابي د شهید سترپاسوال د اکاډمۍ زده کړیالانو ته د خبرو پر مهال وویل، چې پدې نامه د دې ښونیز مرکز له نومونې موخه " د شهید سترپاسوال عبدالرازق له شخصیت او سرښندنو سره د محصلینو اشنايي ده او د دې اکاډمۍ ښوونکو ته یې سپارښتنه وکړه؛ څو د درسونو په لړ کې د شهید جنرال د اتلولیو، مبازو او سرتېریو څخه محصلینو ته روزنه ورکړي.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د زابل ولایت د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال د وکیلانو په استازولۍ خبرې وکړې او شهید سترپاسوال عبدالرازق اڅکزی یې د افغانستان اتل، مبارز، رښتینی او د خلکو ژمن مدافع یاد کړ.
اوسمهال د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو د اکاډمۍ په عمومي قومندانۍ کې څه باندې ۵۰۰ تنه زده کړیالان په بېلابېلو پوهنځیو لکه: جنايي، امني، لوژېستیک، محبوسونو او سرحدي کې د کمیسارۍ تر کچې زده کړې ترلاسه کوي.